Javascript must be enabled to continue!
د اسلامي امارت او هند اړيکې؛ فرصتونه او ننګونې
View through CrossRef
د دې څېړنې له لارې له ۲۰۲۱ز.کال وروسته د اسلامي امارت او هند اړيکې څېړل کېږي او هڅه کېږي چې په دغو اړيکو کې شته فرصتونه او ننګونې روښانه شي. د څېړنې موخه، د اسلامي امارت او هند د اړيکو څېړل او په دغو اړيکو کې د شته فرصتونو او ننګونو رابرسيره کول دي. د څېړنې پوښتنه دا ده چې د افغاستان اسلامي امارت او هند اړيکې له کومو ننګونو سره مخامخ دي او هغه کوم فرصتونه دي چې دغه اړيکې رغولی شي؟ په دې ليکنه کې د څېړنې له توصيفي- تحليلي مېتود او د موادو په راټولولو کې له کتابتوني ډول څخه ګټه اخيستل شوې ده.
د څېړنې موندنې ښايي چې، له تاريخي پلوه د اسلامي امارت او هند اړيکې ښې نه دي پاتې شوي او په ۲۰۲۱ز.کال کې د افغانستان اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته تر ۲۰۲۵ز.کال پورې هم دغه اړيکې نږدې نه وې، خو په ۲۰۲۵ز.کال کې د اسلامي امارت او پاکستان د اړيکو د خرابېدو وروسته، دغه اړيکې ښې او نږدې شوې. د اسلامي امارت او هند په اړيکو کې د پاکستان سره د اسلامي امارت د اړيکو خرابوالی، د هند او افغانستان دوه اړخيزې اقتصادي اړتياوې، ګډې سيمه ييزې پروژې او د روسيې سره د دواړو هېوادونو ښې اړيکې هغه فرصتونه دي چې دغه اړيکې لا پياوړې کولای شي. همدارنګه د هند او اسلامي امارت خرابې تاريخي اړيکې، د هند امنيتي اندېښنې، په افغانستان کې د چين د پام وړ پرمختګ او نفوذ او د نړيوالې ټولنې له لوري د اسلامي امارت په رسميت نه پېژندنه، هغه ننګونې دي چې په دغو اړيکو کې موجودې دي.
Title: د اسلامي امارت او هند اړيکې؛ فرصتونه او ننګونې
Description:
د دې څېړنې له لارې له ۲۰۲۱ز.
کال وروسته د اسلامي امارت او هند اړيکې څېړل کېږي او هڅه کېږي چې په دغو اړيکو کې شته فرصتونه او ننګونې روښانه شي.
د څېړنې موخه، د اسلامي امارت او هند د اړيکو څېړل او په دغو اړيکو کې د شته فرصتونو او ننګونو رابرسيره کول دي.
د څېړنې پوښتنه دا ده چې د افغاستان اسلامي امارت او هند اړيکې له کومو ننګونو سره مخامخ دي او هغه کوم فرصتونه دي چې دغه اړيکې رغولی شي؟ په دې ليکنه کې د څېړنې له توصيفي- تحليلي مېتود او د موادو په راټولولو کې له کتابتوني ډول څخه ګټه اخيستل شوې ده.
د څېړنې موندنې ښايي چې، له تاريخي پلوه د اسلامي امارت او هند اړيکې ښې نه دي پاتې شوي او په ۲۰۲۱ز.
کال کې د افغانستان اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته تر ۲۰۲۵ز.
کال پورې هم دغه اړيکې نږدې نه وې، خو په ۲۰۲۵ز.
کال کې د اسلامي امارت او پاکستان د اړيکو د خرابېدو وروسته، دغه اړيکې ښې او نږدې شوې.
د اسلامي امارت او هند په اړيکو کې د پاکستان سره د اسلامي امارت د اړيکو خرابوالی، د هند او افغانستان دوه اړخيزې اقتصادي اړتياوې، ګډې سيمه ييزې پروژې او د روسيې سره د دواړو هېوادونو ښې اړيکې هغه فرصتونه دي چې دغه اړيکې لا پياوړې کولای شي.
همدارنګه د هند او اسلامي امارت خرابې تاريخي اړيکې، د هند امنيتي اندېښنې، په افغانستان کې د چين د پام وړ پرمختګ او نفوذ او د نړيوالې ټولنې له لوري د اسلامي امارت په رسميت نه پېژندنه، هغه ننګونې دي چې په دغو اړيکو کې موجودې دي.
Related Results
د حاکم د اطاعت سرحدونه او پولې
د حاکم د اطاعت سرحدونه او پولې
دا څېړنه په اسلامي شریعت کې د "حاکم د اطاعت پولې او سرحدونه"په هراړخیزه توګه څېړي. د مقالې بنسټیزه مسئله دا ده چې په داسې حال کې چې هر نظام د واک د پراختیا غریزه لري، خو اسلامي شری...
مصنوعي ځیرکتیا (AI) ګټې، زیانونه او مشروع کارونه
مصنوعي ځیرکتیا (AI) ګټې، زیانونه او مشروع کارونه
مصنوعي ځیرکتیا له هغو مختلفو ماشینونو څخه عبارت ده چې د انسان په څیر کار کوي، د انساني علم په نتیجه کې د انسانانو له خوا یو مثبت پرمختګ دی، د قرآنکریم آیتونه او نبوي حدیثونه د علم...
کورتیەک ژ جوگرافی و ناوچێن مللەتێن کوردستانێ ل هزارا سێیێ بەرى زایینى
کورتیەک ژ جوگرافی و ناوچێن مللەتێن کوردستانێ ل هزارا سێیێ بەرى زایینى
کوردستان دهێتە هژمارتن ئێک ژ وەلاتێن دێرین کو دسەردەمێن بورى دا مێژوویەکا کەڤنار لدویڤ خورا هێلایە ،ژبەرکو هەر ژ سەردەمێن کەڤندا چەندین مللەتێن رەسەن ل کوردستانێ ژیاینە و دەنگ و ...

